IQNA

 د اماراتو دقرآن د سیالیو په دیارلسم پړاؤ کې ۱۵ګډون کونکو برخه واخسته

7:50 - November 19, 2023
د خبر لمبر: 3488291
ایکنا-(دوبئ) د متحده عربی اماراتو د اوقافو د قرآڼ سیالیو دیارلسم پړاؤ چې ۱۵ زره ګډون  کونکو په پنځو څانګو کې  سره سیالۍ وکړې   په نوي ابوظبئ کې ترسره شوی ؤ ،پاي ته ورسید.

ایکناد الاتحاد له قوله راپور راکړ، د متحده عربی اماراتو د اوقافو او اسلامی چارو دعمومی ادارې ، د قرآن کریم د حفظ اوقرائت  د جایزې دیارلسم پړاؤ  چې دغه اداره ئې  هرکال ترسره کوي، پاي ته ورسید.

په دغو سیالیو کې  د اماراتو د دتربیت او اصلاح د مرکزونو قرآن زده کونکو، د اوقافو  تابعو کړیو ا و مرکزونو قرآن زده کونکو او د حفظ د مرکزونو او ټولنو طلبه ؤ او محصیلیونو پکې ګډون وکړ.

 د اماراتو د قرآن د سیالیو په دیارلسم پړاؤ کې د ګډون کونکو شمیر ۱۵ زره ګډون کونکو ته ورسید چې له دغه شمیره   اته زره کسانو دسیالیو شرائط درلودل او  یو زر دوه سوه  ګډون کونکي هم وستایل شول.ددغو سیالیو برخې  په لومړنیو کلونو کې له پنځو تر لسو پورې زیاتې شوې.

په دغو دستورو کې چې په ابوظبئ کې ترسره شوې ،د اسلامی چارود  عمومی ادارې مشر عمر حبتور الدرعي  پخپلې وینا کې  په دغو سیالیو کې د ګډون کونکو او دخداي دکتاب په حفظ کې د ویاړ دترلاسه کولو په خاطر مبارکي ووئيله او  دخپلو خبرو په دوام کې ئې ووئيل،  دخداي تعالی  کتاب ته  دمونږ د نسلونو ګروهنه ،په ټولنې کې د خیر ،صلاح او خوشبینې  نښه ده . قرآن کریم د یوه معلم او مربي په توګه  له شره دساتنې او له هلاکته ژغورونکی دی او دخدای دکتاب حافظان هغه کسان دي چې خدای تعالی دوي  غوره کړي او  پر نورو ډيرو ئې برلاسه  کړي دي.

 په دغو دستورو کې همداراز  ددغو سیالیو د دیارلسم پړاؤ د تاریخ په باب یو فیلم خپور او له برلاسه کسانو خبرې  هم خپرې شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4182449

captcha